د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣١ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د پنجشیر د سیند د اوبو د زیاتوالي له امله ٣١ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، په لومړي پړاو کې ١٠ کورنیو هرې یوې ته ٢ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم او په دوه یم پړاو کې ٢١ کورنیو هرې یوې ته ٣ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم او همدارنګه د یو شهید کورنۍ ته ٢بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ٢ بورۍ ٢٥ کیلو وریجې، ١ صحي بسته او یوه پایه چپرکټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/١٠ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره