په نیمروز ولایت کې د اجباري اېستل شویو راستنېدونکو لپاره د یو معیاري پنډغالي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۷:۲۹
news image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه د اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکه، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په دغه ولایت کې د یو معیاري او مجهز پنډغالي د جوړېدو چارې پیل کړې دي. یاد پنډغالی له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې له مخې، په پرله‌پسې او جدي ډول د پرمختګ په حال کې دی.
دا پڼډغالی د پل ابریشم په ستراتیژیکه سیمه کې جوړېږي، او اساسي موخه یې له ګاونډیو هېوادونو څخه اجباري راستنېدونکو کډوالو ته د یوه لنډمهال، خوندي او مجهز ځای برابرول دي. د دې پنډغالي د جوړېدو په پلان کې د کډوالو ټولې بېړنۍ او لومړنۍ اړتیاوې په پام کې نیول شوي، چې د تشنابونو، حمامونو، د څښاک د اوبو سیستم، برېښنايي تاسیساتو، صحي کلینیک، جومات او نورو حیاتي خدمتونو جوړول او تجهیز پکې شامل دي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، د تېرو بریالیو تجربو په ځانګړي ډول د تورخم د معیاري پنډغالي د جوړولو له تجربې څخه په استفادې، هڅه کوي چې دا مرکز هم د ټولو اړینو اسانتیاوو لرونکی وي او د راستنېدونکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل هڅه کوي، ترڅو خپلو هغو هېوادوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه کېږي، لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .