له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ODSAD موسسې تر منځ د ۶۴،۱۹۶ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۶:۳۲
تصویر خبر

 نن ورځ یکشنبې له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پرمختیایي خدمتونو او د زراعت پرمختیا (ODSAD) مؤسسې له رئیس؛ محترم الحاج بابه خان وفایي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان خلک له طبیعي پېښو څخه ډېر اغېزمن کېږي باید پر وخت او زیاتې مرستې ورته ورسول شي، همداراز نوموړي زیاته کړه، چې موږ د مؤسسو لپاره د هغوی د بشري مرستو د وېشلو په موخه د پام وړ سهولتونه رامنځته کړي دي.
ورپسې، د پرمختیایي خدمتونو او د زراعت پرمختیا مؤسسې رئیس؛ محترم وفایي د خپلې پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې موږ به د یادې پروژې له مخې زیامنو شویو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دې ادارې د ولایتي ریاست د مسؤلینو سره په همغږۍ او د هغوی په شتون کې نغدي مرستې ووېشو.  
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د څلور شپېته زره او یو سل او شپږ نوي (۶۴٫۱۹۶) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ۳۹  زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته د هغوی د کورونو د ترمیم په موخه ۵۵۰ ډالر ووېشل شي او همدارنګه په همدې ولسوالۍ کې به ۱۵هغو کورنیو ته، چې بیړنیو سرپناوو ته اړتیا لري د ۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت به هرې کورنۍ ته د ۳۰ متره مربع په اندازه د لېږد وړ سرپناوې جوړې کړل شي.  

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادا

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .