د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۸۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۸,۰۵۰ افغانۍ او یو ژمنۍ کېټ ووېشل شو چې ټولټال ۱,۵۸۸,۴۰۰ (۱ میلیون، ۵۸۸ زره او ۴۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره