د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٤ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په همغږۍ، د یاد ولایت د خوست ولسوالۍ اړوند ٣٤ زیانمنو شویو کورنیو ته د کورونو د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې د لومړي پړاو ٢٢,٨٦٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٧٧٧,٢٤٠ ( ٧٧٧ زره او ٢٤٠ ) افغانۍ ځانکړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکې کورنۍ د تېر کال سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره