۲۵۶ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې روغتیايي کېټونه ووېشل شول
ننګرهار- د لړم ۲۱مه-۱۴۰۱
د IOM موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت د رودات، خوګیاڼو ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښآر اړوند ۲۵۶ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۹ قلمه غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د جامو صابن، لاسي څراغ، د اوبو بوشکې ۲۰ لیټره، جارو او د کور لپاره نور اړین توکي شامل و.