په کونړ ولایت کې د وروستیو بارانونو له امله ۲۳۰ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

کونړ- د غویي ۱۱مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۲۳۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۹۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.