د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶.۵۷ میلیونه افغانۍ ۲۹۲ اړمنو کورنیو ته ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, په احمدآباد ولسوالۍ کې ۲۹۲ اړمنو کورنیو ته ۶.۵۷ میلیونه افغانۍ ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د سون توکو پېرلو لپاره ۲۲,۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
د یاد ریاست رییس مولوي نثار احمد نجات, اړمنو ته د رسېدنې هڅې اغېزمنې وبللې او د همکارو موسسو فعالیتونه یې وستایل.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له دې مرستو مننه او خوښي څرګنده کړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره