۳۵۰ زیانمنو، بېځایه شویو او مستحقو کورنیو په نورستان ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

نورستان- د وږي ۴مه-۱۴۰۲
د نورستان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۳۵۰ زیانمنو، بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه ووېشل شول.
