په میدان وردګ ولایت کې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د ژمي کېټونه ووېشل شول

میدان وردګ- د لیندۍ ۱۳مه-۱۴۰۱
د اُمه خیریه موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارز ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۲۰۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د ژمي کېټونه ووېشل.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته د شاوخوا ۱۰ زره افغانیو په ارزښت ۳ تختې کمپلې، ۱ پټو، ۲ جمپرونه، څلور جوړه جامې او د ماشومانو لپاره د ژمي جامې ووېشل شول.