۳۰۰ بېوزله او زیانمن شویو کورنیو په کونړ ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د لیندۍ ۱۷مه-۱۴۰۱
د افغانی سرې میاشت ټولنې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې ۳۰۰ بېوزله او د پېښو له امله زیانمن شویو کورنیو ته له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د موظف پلاوي په شتون کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ ووېشلې.