پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه غونډه ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۲۰:۱۷
news image

کابل- د سلواغې ۵مه-۱۴۰۱
د مشرتابه غونډه نن د چهار شنبې ورځ د سلواغې په ۵مه د محترم الحاج ملا محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ، د محترم الحاج مولوي عبدالولي څارنوال، د پېښو چارو د همغږي مرستیال، محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري لوی رییس، رییسانو، سلاکارانو او د دغه وزارت د آمرینو په شتون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د تیلو د لېږدولو، د حیرتان له بندر څخه د ۸ قلمه توکو لېږدول، د وزارت د ۱۴۰۱ کال د تشکیل ستونزو، د آی ټي ستونزو او د وروستیو زیانمنو د مدیریت او هغوۍ ته د رسېدنې په اړه ترسره شوه.
لومړۍ محترم الحاج ملا محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ووېل: موږ کولای شو د یوه همغږي ټیم په توګه د نظر او عمل په یووالي سره د پېښو اغېزې راکمې کړو.
ورپسې د پيښو چارو د همغږي محترم مرستیال د خوراکي توکو د انتقال د ستونزو د حل، د ۱۴۰۲ کال د تشکیل، د کارکوونکو د کاري چارو د تنظیم، د مالی او ادارې عمومي رئیس د بودجې او د ۱۴۰۲ کال د تشکیل په اړه خبرې وکړې او د اړوندو برخو رئیسانو، سلاکارانو او آمرینو له اجنډا سره سم، خپلې موضوعګانې او راپورونه وړاندې کړل.
د غونډې په پاۍ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د تیلو د قراردادي د ستونزې د حل، په چټکۍ سره له حیرتان بندر نه د ۸ قلمه توکو د انتقال او د ۱۴۰۲ کال د تشکیل پر وروستي کولو باندې ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تصویر خبرتصویر خبر

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۸:۳۴
Background image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د لوږي پر وړاندي دمبارزې موسسې ترمنځ دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه

نن یک شنبه له پیښو سره دمبارزې ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د لوږي پر وړاندي دمبارزې دموسیسې  رئيسې فيټسم ټيسفويى؛  دیادي موسیسي  دمعاون بين؛ دارتباطاتو امر نثاراحمد "ناصري. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۶:۲۲
Background image

له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره دترکې هېواد له سفیر ښاغلي جنک اونال او مل پلاوي سره ناسته وکړه

 نن یک شنبه له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د ترکې سفارت سفیر جنک اونال ته ښه راغلاست ووایه او وویل چې دترکې هېواد د افغانستان سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۲:۳۲
Background image

۱۶۸ سېلاب ځپلې کورنۍ په میدان وردګ ولایت کې له خوراکي او غیرخوراکي مرستو برخه منې سوې

میدان وردګ- د صفرالمظفر ۲۸-۱۴۴۶ 
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست، د یاد ولایت جلرېز ولسوالۍ اړوند په سنګلاخ او تکاني سیمو کې ۱۶۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .