د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۵۶ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۴۲
News image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامیک ریلیف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په تالقان ښار او فرخار ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۶ زیانمنو  کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ۷۸ کورنیو هرې یوې ته ۱۸۴۹۰ افغانۍ او ۷۸ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۱۵۱۰ افغانۍ د کورونو د ترمیم لپاره ووېشل شوې.
د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، ملا احمد سیر ساجد، د مرستو د وېش پر مهال ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت به تل د زیانمنو خلکو تر څنګ ولاړ وي او د لا زیاتو مرستو راجلبولو لپاره هڅې کوي.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۲۲
له پېښو سره  مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۹
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۶۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکي یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم په همکارۍ، د تېرو جګړو څخه پاتې شوي یو شمېر ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.

په دې عملیاتو کې د پشتکوه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .