پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه غونډه ترسره شوه

rahyab
Wed, Jan 25 2023 8:17 PM
news image

کابل- د سلواغې ۵مه-۱۴۰۱
د مشرتابه غونډه نن د چهار شنبې ورځ د سلواغې په ۵مه د محترم الحاج ملا محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ، د محترم الحاج مولوي عبدالولي څارنوال، د پېښو چارو د همغږي مرستیال، محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري لوی رییس، رییسانو، سلاکارانو او د دغه وزارت د آمرینو په شتون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د تیلو د لېږدولو، د حیرتان له بندر څخه د ۸ قلمه توکو لېږدول، د وزارت د ۱۴۰۱ کال د تشکیل ستونزو، د آی ټي ستونزو او د وروستیو زیانمنو د مدیریت او هغوۍ ته د رسېدنې په اړه ترسره شوه.
لومړۍ محترم الحاج ملا محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ووېل: موږ کولای شو د یوه همغږي ټیم په توګه د نظر او عمل په یووالي سره د پېښو اغېزې راکمې کړو.
ورپسې د پيښو چارو د همغږي محترم مرستیال د خوراکي توکو د انتقال د ستونزو د حل، د ۱۴۰۲ کال د تشکیل، د کارکوونکو د کاري چارو د تنظیم، د مالی او ادارې عمومي رئیس د بودجې او د ۱۴۰۲ کال د تشکیل په اړه خبرې وکړې او د اړوندو برخو رئیسانو، سلاکارانو او آمرینو له اجنډا سره سم، خپلې موضوعګانې او راپورونه وړاندې کړل.
د غونډې په پاۍ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د تیلو د قراردادي د ستونزې د حل، په چټکۍ سره له حیرتان بندر نه د ۸ قلمه توکو د انتقال او د ۱۴۰۲ کال د تشکیل پر وروستي کولو باندې ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تصویر خبرتصویر خبر

تصویر خبر

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .