له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان اېډ مؤسیسې ترمنځ د (۷۱۵۵۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوې تفاهم نامې لاسلیک شوې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۵۴
news image

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د افغان ایډ مؤسیسې د پروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق او دپروژو مدیران همایون شیرزاد او نعمت الله وثیق سره وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسیسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ټولو مؤسیسو لپاره د بشري فعالیتونو زمینه برابره ده او موږ هڅه کوو  چی  په هر ولایت کې چې مؤسیسه فعالیت کوي د هغوی لپاره د همکاري زمینه  لا نوره هم برابره کړو.
او موږ خپلو ټولو ولایتي رئیسانو ته  لارښوونه کړې ده چې له مؤسیسو سره هر نوع همکاري وکړي ترڅو د هغوی ستونزې پر وخت حل سي.
ورسته د افغان ایډ مؤسیسې دپروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق له مؤسیسو سره ددې ادارې د  پوره همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا مؤسیسه د افغانستان خلکو ته د۴۳ کالو راهیسي په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو لپاره کار کوي او هڅه کوي چې دا مرستې په خپل وخت اړمنو خلکو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د لومړۍ تفاهم نامې له مخې به د۶۴۲۳۷۹ ډالرو په ارزښت په غور ولایت فیروزکو،دولت یار، چهار صده، دولینه او شهرک په ولسوالیو کي ۱۷۵۲ زیانمنو کورنیو ته د دسون توکو او ګرمونکو جامو لپاره ۲۰۰ نغدي ډالره ورکول کیږي د۱۷۵۲ کورنیو له جملې څخه ۷۳۲ کورنیو ته دژمینو ګرمو جامو د رانیولو لپاره هري کورنۍ ته ۷۴ نغدي ډالره ورکول کیږي او ۷۳۲ کورنیو ته د ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ تختي کمپلي ورکول کیږي.
همداراز د دویمې تفاهم نامې له مخې به د ۷۳۱۴۰ ډالرو په ارزښت په سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کي ۱۴۷  کورنیو ته دژمنيو بستو ویشل چي پکښی  ۵ تختې کمپلې چی ۴ داني دوه کیلویی او ۱ دانه څلور کیلویی دي، دوه دانې د نارینه  پټوان، دوه دانی ښځینه  شالونه، ۵ دانې د ماشومانو جاکټونه، ١٢ جوړې جورابې، ۴ جوړې دستکشې، دوه دانې نارینه  جاکټونه، ۴ دانې د ماشومانو خولی ګانې، دوې جوړې نارینه بوټونه، ۴ جوړې د ماشومانو بوټونه  او د ٢٠٠ امریکایي ډالرو په ارزښت د سوند لرګي شامل دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۵۶ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامیک ریلیف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په تالقان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۰
Background image

نن ورځ یک شنبه دپیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې  سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او کورډیډ مؤسیسې رئیس سید عبدالطیف بشر دوست او د اړیکو مسؤل منصور ابراهیم خیل سره په خپل کاري د فتر کي وکتل.

ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي موږ غواړو چي په افغانستان کي مؤسیسې افغانانو ته اساسي کارونه وکړي او دفقر او بي وزلۍ څخه یی وژغوري.
همداراز یې زیاته کړل چي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان اېډ مؤسیسې ترمنځ د (۷۱۵۵۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوې تفاهم نامې لاسلیک شوې

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د افغان ایډ مؤسیسې د پروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق او دپروژو مدیران همایون شیرزاد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .