له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۸:۲۰
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د یو پلاوي په ملتیا په اجباري توګه ایستل شویو  کډوالو د عمومي وضعیت د څېړلو، د سرپناه جوړولو، او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له والي الحاج ملا محمد نعیم آخند او د ولایت له نورو مسؤلینو سره یې وکتل.
له هغه وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي سیف‌الله خالد او مل پلاوي سره یو ځای، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا عالي مقام د هدایت پر بنسټ د تورخم له صفري نقطې لیدنه وکړه.
د دې سفر په لړ کې د ادارې سرپرست په تورخم کي  د عمري کمپ له مسؤلینو سره وکتل، د کډوالو ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د سرپناه جوړولو، د لا زیاتو مرستو د وېش، او د راستنېدونکو کډوالو بیړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه  یی خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شوه همداراز، د کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو لپاره ژمنتیا وښودل شوه.
الحاج ملا نورالدین ترابي د هغو سیمو څخه هم لیدنه وکړه چې ټاکل شوې هلته د کډوالو لپاره خیمې نصب شي، او د ماین پاکۍ ټیم ته یې لارښوونه وکړه چې یادې سیمې باید له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې کړي.
دننګرهار والي الحاج ملا محمد نعیم اخند د ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه او زیاته یې کړه چي د امارت مسؤلینو تل اولس ته په سختو شرایطو کي کار کړی دی.
سربېره پر دې، نوموړي د ننګرهار له والي الحاج ملا محمد نعیم آخند سره یو ځای، د تورخم په عمري کمپ کې شاوخوا ۲۰۰ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د ننګرهار والي الحاج ملا محمد نعیم آخند، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي سیف‌الله خالد او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو سره یو ځای، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ځانګړی پنډغالي پرانست او د خیمو د نصب او د مجهز ګرځنده روغتیایي کلینیک د جوړېدو چارې یې پیل کړې.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .