د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د دې ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د نویا درې د بالا ده په کلي د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دې ډبرې د ښویېدو احتمالي خطر د شاوخوا ۷۰۰ کورنیو ځان او مال له خطر سره مخ کړی و، چې په ویجاړولو سره به یې یادې کورنۍ له یوه ستر ګواښ څخه خوندي شي او د سیمې اوسېدونکي به وکولای شي په ډاډمن او خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
د بالاده کلي اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د CWSA مؤسسې له هڅو څخه یې مننه کړې ده. هغوی ویلي چې دې ډبرې له اوږدې مودې راهیسې د خلکو د ژوند، کورونو او شتمنیو لپاره د اندېښنې لوی لامل و، او اوس به د هغې په ماتېدو سره د سیمې د خلکو د سر او مال خوندیتوب لا زیات تأمین شي.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د خلکو د ژوند، مال او عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره به د همکارو مؤسسو او اړوندو ادارو په همکارۍ به د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي.
نېټه۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
