د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۱,۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول څلور میلیونه او دوه ویشت زره او اته سوه (۴,۰۲۲,۸۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
