د څارنې او ارزونې مرکزي پلاوي د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د ریاست له چارو څارنه وکړه

د څارنې او ارزونې مرکزي پلاوي، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، د یادې ادارې د ولایتي ریاستونو د کړنو څخه د لیدنې او څېړنې په موخه یې شمال او شمال ختیځ زون ته سفر کړی، نن ورځ پنجشنبه, د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له چارو یې څارنه وکړه.
دغه پنځه کسیز پلاوی، چې د زلزلې کارپوه، د NDMIS عمومي مدیر، د پالیسیو او پروګرامونو د پلي کېدو د څارنې کارپوه، د اطلاعاتو عمومي مدیر او د HRMIS مسلکي غړي پکې شتون درلود، د څارنې او لارښوودنې له لارې یې د یاد ریاست د کاري بهیر د ښه والي په موخه له سرپل ولایت وروسته بلخ ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي لومړۍ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس مولوي بشیر احمد آغا بشراني سره وکتل او د خپل سفر موخه یې ورته بیان کړه او ویې وېل چې د ادارې د سرپرست په لارښوونه او د خدماتو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي لپاره راغلي دي.
یاد پلاوی وایي، چې د یوې ورځې په موده کې یې د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ټولو دفترونو، فعالیتونو، دوسیو، ګدام او اسنادونو څخه څارنه وکړه او له ټولو کارکوونکو څخه یې د هغوی د کاري پلانونو او د دندو د لایحو په اړه معلومات وغوښتل او هغوی ته یې توصیه وکړه چې خپل کارونه پر وخت سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې دې ټیم په تېرو ورځو کې د بغلان، کندز, تخار، بدخشان, جوزجان, فاریاب او سرپل ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د ریاستونو څېړنه وکړه، او همداراز په پلان کې ده چې دا لړۍ په ټولو شمالي ولایتونو کې هم د دې پلاوي او د هېواد په نورو زونونو کې د شپږو نورو ټیمونو له لوري پلي شي.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره