له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  جینوا کال مؤسسې ترمنځ د ۳۲۸,۷۹۷ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۰:۵
تصویر خبر

 نن ورځ د سې شنبې په ماسپښین، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د جینوا کال (Geneva Call) مؤسسې له رئیس؛ محترم فهد عباسي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې، ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې موږ په دې هڅه کې یو ترڅو له نړیوالو ډونرانو سره له نیږې څخه ووینو او له هغوی سره په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو، اړمنو او مستحقو کورنیو په اړه خبرې وکړو. 
ورپسې،  په افغانستان کې د جینوا کال مؤسسې رئیس؛ محترم فهد د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې موږ د دې غوښتونکي یو ترڅو له نړیوالو ډونرانو څخه د افغانستان د ځورېدلي ملت په ځانګړي ډول له طبیعي پېښو څخه د زیانمنو شویو خلکو لپاره زیاتې مرستې ترلاسه کړو.  
 د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د درې سوه، آته ویشت زره او اووه سوه او اووه نوي (۳۲۸,۷۹۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې په کابل، کندهار، ننګرهار، کندز، بلخ، بامیان، کنړ او پروان ولایتونو کې، بشري مرستو ته د اغېزمن لاسرسي او د نړیوالو بشري او بشردوستانه حقوقو په اړه د ښکېلو اړخونو په موخه د ۲۵ ګډون کوونکو لپاره د دوه ورځني ورکشاپ دائیرول او په کابل ولایت کې د څلورو او په پورته یادو شویو نورو ولایتونو کې، بشري مرستو ته د اغېزمن لاسرسي او د نړیوالو بشري او بشردوستانه حقوقو په اړه د همغږۍ د دوه اړخیز او څو اړخیزو مجلسونو برابرول او همدارنګه، په کابل ولایت کې د بشري مرستو او نړیوالو بشري او بشر دوستانه حقوقو په اړه د ۲۵ ګډون کوونکو لپاره په ملي او نړیواله کچه د ورکشاپ رامنځته کول او په همدې ولایت کې به د ۲۵ ګډون کوونکو لپاره په ملي کچه بشري مرستو ته د اغېزمن لاسرسي او د نړیوال بشري او بشردوستانه حقوقو په اړه د ګڼو ښکېلو اړخونو لپاره درې ورځنی ورکشاپ دائیرېږي.  

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .