د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۷ کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي مرسته، د دې ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ ۲۸۷ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د یادو مرستو د پنځم پړاو ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټوله کې د دې کورنیو لپاره ۸۳۲,۳۰۰ (۸۳۲ زره او ٣٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٨/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره