له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او پاملرني نړیوالي مؤسیسې ترمنځ د ۱۳۰۹۷۰۲ امریکایی ډالره په ارزشت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سو

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۲۱:۴۲
news image

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي  د پاملرني نړیوالي مؤسیسې د مرستېالي اغلې کریسټنا، دپروژې د مدیر محمد وکیل نایب او داړیکو مسؤل داکتر سید منیر سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دپاملرني نړیوالي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي باید د ټولو پېښ ځبلو کورنیو سره نغدي، خوراکي او غیری خوراکي توکو مرسته وسي تر څو پېښ ځپلي کورنۍ د فقر او بي وزلۍ څخه وژغورل سي.
همدا راز ترابي صاحب د پاملرني نړیوالي مؤسیسې څخه مننه وکړه چي په هرات ولایت کي زلزله ځپلوکورنیو ته د کورونو دجوړښت او د ترمیم لپاره نغدي مرستي ویشي. 
د پاملرني نړیوالي مؤسیسې سرپرست او معاون کریسټنا د یادي ادارې دسرپرست څخه مننه وکړه چي وخت یی ورکړ او زیاته یي کړل چۍ موږ به تل هڅه کوو چي په بیلابیلو برخو کي پېښ ځپلو کورنیو ته مرستي ورسوو او دخلګو اړتیاوي پوره کړو.
کریسټنا زیاته کړه چي یادې مؤسیسې په افغانستان کي په ۱۹۶۰ کال کي فعالیت پیل کړی دی او په بیلابیلو برخو کي مو افغان اولس ته خدمت کړی دی.
دیادوني وړ ده چي ۱۳۰۹۷۰۲ یو میلون درې لکه نهه زره اوه سوه دوه امریکایی ډالره په ارزښت تفاهمنامه لاسلیک سوه چي له مخي به یې دهرات ولایت د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کي ټوټل ۴۰۰ کورنیو ته نغدي مرسته رسول کیږي چي له هغې جملې څخه یې
①☜ د ۲۷۲مستحقو او زیانمنو کورنیو ته هغه کورنیو ته  چې سرپرستي به یی د ښځو په غاړه وي او یا هم معلول غړي ولري او مالي توان و نلري کورنیو ته د سرپنا جوړونې په موخه  نغدي پیسې ورکول کیږي چي هرې کورنۍ ته به ۲۷۰۰ امریکایي ډالره یا د هغې معادل افغانی په څلورو قسطونو کي (۳۰٪، ۳۰٪ ، ۳۰٪ او ۱۰٪)  ورکول کیږي تر څو دوی عاجله سرپناه کور باندی  جوړ کړي.
      
②☜  د ۱۲۸ هغو کورنیو چې د زلزلې له امله یې کورونه تخریب شوي او ترمیم ته ضرورت لري چي هرې کورنۍ ته به ۱۰۰۰ امریکایي ډالره یا د هغې معادل افغانی په څلورو قسطونو کي (۳۰٪، ۳۰٪ ، ۳۰٪ او ۱۰٪)  ورکول کیږي تر څو دوی پرې دیوالونه، چتونه، دروازې، کړکۍ، پلسټر او داسې نور پرې ترمیم کړي. 
 ③☜  ٢٠٠ کسانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ساختماني چارو او د خطراتو د کمښت مدیریت (DRR) اړوند ټرنینګونه په لار اچول کیږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۵ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۹ زیانمنو او داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د OCHR او OHW مؤسسو په مالي ملاتړ، په ناړی، غازي آباد، ډانګام، اسمار، شلتن، شيګل، منوره، سرکاڼو، خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، اسعداباد،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .