د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵۹ زیانمنو او داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۱
تصویر

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د OCHR او OHW مؤسسو په مالي ملاتړ، په ناړی، غازي آباد، ډانګام، اسمار، شلتن، شيګل، منوره، سرکاڼو، خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، اسعداباد، وټه پور، دره پيج او چپه دره ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله زیانمنو او په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله۵۵۹ بې‌ځایه شویو کورنیو ته، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د اړوندو مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د حفظ‌الصحې یوه بسته ووېشل شوه.

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د OCHR او OHW مؤسسو څخه د مننې ترڅنګ، د دغو مرستو د وېش په پار مننه او قدرداني څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۵۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې او د ماهو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، چې د پروژې مالي ملاتړ یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري کېږي، د سرپل ولایت له پېښو سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له میدان وردګ، لوګر، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو څخه تر لیدنو وروسته، د دې ادارې د بېړنيو عملیاتو د مرکز رئیس،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .