له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له میدان وردګ، لوګر، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو څخه تر لیدنو وروسته، د دې ادارې د بېړنيو عملیاتو د مرکز رئیس، محترم ملا سید احمد عثماني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند محترم محمد یوسف حماد سره یوځای پروان ولایت ته سفر وکړ او په داسې حال کې د پروان ولایت د مرستیال والی، محترم الحاج مولوي ابوالوفا عثماني او سیمهییزو مسؤلینو شتون درلود، په چاریکار ښار کې د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره يې کېښوده.
محترم ترابي صاحب د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د پرلهپسې شپه او ورځ هڅو په پایله کې، سږ کال عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی موږ ته د څلورو اداري ودانیو د جوړولو منظوري راکړې ده، چې پروان ولایت هم یو له هغو ولایتونو څخه دی. نوموړي زیاته کړه، چې له قراردادي شرکت سره مو د پروژې د ټولو جزئياتو په اړه بحث کړی دی او شرکت مکلف دی چې دغه پروژه په چټکۍ، بشپړ شفافيت او د انجنیري معیارونو له مخې پلي کړي.
د ادارې لوی رئیس همدارنګه څرګنده کړه، چې د دې پروژې د سمې او معیاري پلي کېدو په موخه به مسؤلین په دوامداره توګه د کار بهیر وڅاري.
همدارنګه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د دې ودانۍ د جوړولو د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې خلکو ته د پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام وباله.
