د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۵۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۵۱
۱۲۳

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې او د ماهو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، چې د پروژې مالي ملاتړ یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري کېږي، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو سیمو کې ۲۳۵۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې، له سروې وروسته او د اړوندو مسئولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۶.۳ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو له ترلاسه کولو څخه خپله خوښي څرګنده کړه او د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ماهو مؤسسې څخه یې د زیانمنو کورنیو د پر وخت ملاتړ او رسېدنې له امله مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .