له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۰
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له میدان وردګ، لوګر، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو څخه تر لیدنو وروسته، د دې ادارې د بېړنيو عملیاتو د مرکز رئیس، محترم ملا سید احمد عثماني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند محترم محمد یوسف حماد سره یوځای پروان ولایت ته سفر وکړ او په داسې حال کې د پروان ولایت د مرستیال والی، محترم الحاج مولوي ابوالوفا عثماني او سیمه‌ییزو مسؤلینو شتون درلود، په چاریکار ښار کې د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوې اداري ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره يې کېښوده.

محترم ترابي صاحب د ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د پرله‌پسې شپه او ورځ هڅو په پایله کې، سږ کال عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی موږ ته د څلورو اداري ودانیو د جوړولو منظوري راکړې ده، چې پروان ولایت هم یو له هغو ولایتونو څخه دی. نوموړي زیاته کړه، چې له قراردادي شرکت سره مو د پروژې د ټولو جزئياتو په اړه بحث کړی دی او شرکت مکلف دی چې دغه پروژه په چټکۍ، بشپړ شفافيت او د انجنیري معیارونو له مخې پلي کړي.

د ادارې لوی رئیس همدارنګه څرګنده کړه، چې د دې پروژې د سمې او معیاري پلي کېدو په موخه به مسؤلین په دوامداره توګه د کار بهیر وڅاري.

همدارنګه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د دې ودانۍ د جوړولو د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې خلکو ته د پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام وباله.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .