له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو ټولنیزې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۶:۲۶
news image

نن د یکشنبې په سهار، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د بشري مرستو ټولنیزې موسسې د بیړنیو او بشري مرستو مسوول نصرالله شینواري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي صاحب یاده موسسه وهڅوله چې دغه پروژه په چټکۍ سره د پلي کولو په برخه کې هڅې وکړي ځکه چې د ژمي موسم په جریان کې دی او ژمنۍ مرستې باید په خپل وخت مستحقو کسانو ته ورسول شي.
همدارنګه، د یادې موسسې د بیړنیو او بشري مرستو مسوول نصرالله شینواري، د خپلې موسسې په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې موږ په بشري چارو، د اوبو په برخه کې او د پرورش ځایونو په برخه کې کار کوو او له دې ادارې سره په بشري چارو کې د همکارۍ لیوالتیا لرو.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، یاده موسسه به د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ژمي له سړې هوا سره مخ ۵۳ زیانمنو کورنیو ته د ۵۳۰۰  ډالرو په مجموعي ارزښت مرستې ووېشي، چې هرې کورنۍ ته به د ۵۷ ډالرو په ارزښت دوه کمپلې یو کسیزه، یوه بخارۍ د ټولو اړینو وسایلو سره او ۳۰ کیلوګرامه د ډبرې سکاره ورکړی  کېږي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۶:۲۶
Background image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو ټولنیزې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د یکشنبې په سهار، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د بشري مرستو ټولنیزې موسسې د بیړنیو او بشري مرستو مسوول نصرالله شینواري سره په خپل کاري دفتر. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۵:۴
Background image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د یکشنبې په سهار، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د اسلامي هوساینې موسسې له رئیس محمد ذوالقرنین عباس او د هغه له مل پلاوي سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لیندۍ میاشتې د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو د خطرونو کمولو او وقایې، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې، او د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ په برخه کې د یوې مسؤلې ادارې په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .