له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو ټولنیزې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه
نن د یکشنبې په سهار، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د بشري مرستو ټولنیزې موسسې د بیړنیو او بشري مرستو مسوول نصرالله شینواري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي صاحب یاده موسسه وهڅوله چې دغه پروژه په چټکۍ سره د پلي کولو په برخه کې هڅې وکړي ځکه چې د ژمي موسم په جریان کې دی او ژمنۍ مرستې باید په خپل وخت مستحقو کسانو ته ورسول شي.
همدارنګه، د یادې موسسې د بیړنیو او بشري مرستو مسوول نصرالله شینواري، د خپلې موسسې په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې موږ په بشري چارو، د اوبو په برخه کې او د پرورش ځایونو په برخه کې کار کوو او له دې ادارې سره په بشري چارو کې د همکارۍ لیوالتیا لرو.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهمنامې له مخې، یاده موسسه به د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ژمي له سړې هوا سره مخ ۵۳ زیانمنو کورنیو ته د ۵۳۰۰ ډالرو په مجموعي ارزښت مرستې ووېشي، چې هرې کورنۍ ته به د ۵۷ ډالرو په ارزښت دوه کمپلې یو کسیزه، یوه بخارۍ د ټولو اړینو وسایلو سره او ۳۰ کیلوګرامه د ډبرې سکاره ورکړی کېږي.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره