له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه

نن د یکشنبې په سهار، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د اسلامي هوساینې موسسې له رئیس محمد ذوالقرنین عباس او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي ترابي صاحب د اسلامي هوساینې موسسې فعالیتونه اغېزمن وبلل او څرګنده یې کړه چې د نږدې او ګډو همکاریو له لارې کولای شو خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړو.
په ورته وخت کې، محمد ذوالقرنین عباس، د اسلامي هوساینې موسسې رئیس، د دې ادارې سره د همکارۍ له امله خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په غور ولایت کې زموږ مخکینی پروژه په بریالیتوب سره پلې شوې ده. نوموړي د اوسني پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا پروژه د ژمي د سړې هوا له امله د زیانمنونکو کسانو لپاره د خوراکي توکو پېرلو په موخه د نغدي مرستې په توګه په غور ولایت کې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهمنامې له مخې، د ۱۱۸،۸۰۸ ډالرو په مجموعي ارزښت د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ۱۱۵۲ زیانمنو کورنیو ته د ژمي لپاره د خوراکي توکو برابرولو په موخه نغدي مرستې ویشل کېږي، چې هرې کورنۍ ته به ۸۲.۷ ډالره یا د هغه معادل افغانۍ ورکړل شي.
د یادونې ده چې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او یادې موسسې ترمنځ دا څلورمه ګډه تفاهمنامه ده چې لاسلیک شوه.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره