له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لیندۍ میاشتې د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۳۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو د خطرونو کمولو او وقایې، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې، او د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ په برخه کې د یوې مسؤلې ادارې په توګه، په تېره یوه میاشت کې په لاندې ډول فعالیتونه ترسره کړي دي: 

①— د تفاهم نامو د لاسلیک برخه :
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۱۴۰۳هـــــ ش کال په تېره یوه میاشت کې د پېښو مدیریت، د خطرونو کمولو او د پېښو له امله زیانمنو کسانو سره د مرستو په برخه کې له ملي او نړیوالو مؤسیسو سره د  ۱۸۹۶۸۱۴۵ (اتلس میلیونه نهه لکه اته شپیته زره او یو سل او پنځه څلوېشت) ډالرو په ارزښت ۲۵ تفاهم نامې لاسلیک کړې دي.

②— د ماین پاکي د همغږۍ او انسجام برخه:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست په تیره یوه میاشت کې ۳.۸۹ کیلومتره په ماینونو او ناچاوده توکو ککړې سیمې پاکې کړې دي همدا راز  ۱۶۱۰۱۷( یو لکو یو شپیته زره او اولس) کسانو ته د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی او د عامه پوهاوي پیغامونه درلودونکي  ۵۰۵۸۰ ( پنځوس زره پنځه سوه او اتیا) قلمونه او کتابچې وېشل شوې دي. 

ورته مهال، د ماین پاکۍ د ۲۴ ساعته اړیکې شمېرې د فعالیت په ترڅ کې ۱۹۷ اړیکې ترلاسه شوي او ۸۶۹ کړۍ ماینونه او ناچاوده توکي په خوندي ډول له منځه وړل شوي دي. 
همدارنګه، ۱۲عملیاتي سازمانونو او غیر انتفاعي بشردوستانه سازمانونو ته اعتبارلیکونه او جوازونه صادر شوې دي.

②— د بشردوستانه مرستو برخه:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ملي او نړیوالو مؤسیسو سره  په ګډه همکارۍ په تیره یومیاشت کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۵۰۲۵۴ ( پنځوس زره دوه سوه او ځلورپنځوس ) زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي چي له دې جملې څخه ۳۴۲۶۰ ( ځلور دیرش زره دوه سوه او شپیته ) زیانمنو کورنیو نغدي پیسې د ملي او نړیوالو مؤسیسو په همکارۍ ۴۵۲,۱۹۰,۲۵۶ (څلورسوه دوه پنځوس میلیونه یو لک او نیوي زره او دوه سوه شپږ پنځوس ) افغانیو نغدي مرستې د زیانمنو، د شهیدانو ورثه، ټپیانو، او هغو کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي وو هغوي ته د کورونو د ترمیم او بېوزله کورنیو ته د ژمي د سون توکو رانیولو لپاره یاد شمېر نغدي پیسې وېشلې دي او ۱۵۹۹۴( پنځلس زره نهه سوه ځلور نوي ) کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستي ویشل شوي دي. 

③— د وقایوي پروژو برخه:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په تېره یوه میاشت کې د استنادي دیوالونو جوړولو، د سیندو لارو پاکولو او د ښوېدو په حال کې د ډبرو په خوندي توګه له منځه وړلو ۴ وقایوي پروژې پلې کړې دي.
همدار راز، د اور لګېدو د مخنیوي دایمي کمېټې له غړو ادارو سره په همکارۍ یې د ۳۰۰ څخه زیاتو د تېلو پمپ سټېشنونو سروې کړې ده او هغوی ته یې د معیاري کولو چک لیستونه ورکړي او  ټاکلی وخت ورکړل شوي دی. 

 نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۹ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کوچیانو ۹۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د وسف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، اندخوی په څلورګونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳ زيانمنو کورنيو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته هرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳۱
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آماد ګۍ ریاست د وروستۍ جګړې له امله ۶۰۰ بېځایه شوې کورنۍ خوندي ځای ته انتقال او ورته یې پاخه شوي خواړه ووېشل 

د کنړ ولات د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دې ولایت کې د ورستیو جګړو له امله ۶۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ، چې د سختو اورښتونو او سېلابونو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .