د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو د چکډیم پاکولو له کار څخه څارنه وکړه
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د کوبات خیلو په سیمه کې د اوبو د چکډیم پاکولو له کار څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د چکډیم پاکولو پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري د ۱۲۰۰ لیټره تېلو او د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لیټره نورو تېلو په برابرولو پلي کېږي. همدارنګه د پروژې د پلي کولو لپاره د دفاع وزارت له ماشین څخه کار اخیستل کېږي.
د څارنې پر مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د پروژې د کار کیفیت او پرمختګ د تخنیکي معیارونو له مخې له نږدې وارزاوه او د چارو د لا ښه تنظیم او پر وخت بشپړېدو لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.
ټاکل شوې ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پنځو کلیو شاوخوا ۸۰ کورنۍ، پنځه جوماتونه او نږدې ۴۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د پرژوې له مستقیمو ګټو برخمنې شي. همدارنګه د اوبو د ښه مدیریت، د سېلابونو د خطر د کمښت، د اوبو د زېرمه کولو د ظرفیت د لوړولو او د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په برخه کې مهم رول ولوبوي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، هڅه کوي چې د اړوندو امارتي ادارو او سیمهییزو خلکو په همکارۍ د وقایوي او بنسټیزو پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي.
