د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ کارګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د «کار په بدل کې غنم» د پروګرام په دوام ۱۲۰ کارګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې د ګلتپې ولسوالۍ د چونتپې کانال د پاکولو پروژه، چې په کې ۱۰۰ کارګرو د ۱۴ پرلهپسې ورځو لپاره کار کړی و، له بشپړېدو وروسته هر کارګر ته ۴ بورۍ غنم او همدارنګه، د قندهای تپې علي په سیمه کې د سړک د بیارغونې او د سیند لارې د بدلولو پروژه هم بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې پروژه کې ۲۰ کارګرو د ۵ پرلهپسې ورځو لپاره کار کړی و، چې هر کارګر ته د کار په بدل کې ۱۰ منه غنم ووېشل شول.
