د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو د چک‌ډیم پاکولو له کار څخه څارنه وکړه

rahyab
Wed, Jul 22 2026 10:15 AM
3

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د کوبات خیلو په سیمه کې د اوبو د چک‌ډیم پاکولو له کار څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د چکډیم پاکولو پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري د ۱۲۰۰ لیټره تېلو او د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لیټره نورو تېلو په برابرولو پلي کېږي. همدارنګه د پروژې د پلي کولو لپاره د دفاع وزارت له ماشین څخه کار اخیستل کېږي.

د څارنې پر مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د پروژې د کار کیفیت او پرمختګ د تخنیکي معیارونو له مخې له نږدې وارزاوه او د چارو د لا ښه تنظیم او پر وخت بشپړېدو لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پنځو کلیو شاوخوا ۸۰ کورنۍ، پنځه جوماتونه او نږدې ۴۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د پرژوې له مستقیمو ګټو برخمنې شي. همدارنګه د اوبو د ښه مدیریت، د سېلابونو د خطر د کمښت، د اوبو د زېرمه کولو د ظرفیت د لوړولو او د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په برخه کې مهم رول ولوبوي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، هڅه کوي چې د اړوندو امارتي ادارو او سیمه‌ییزو خلکو په همکارۍ د وقایوي او بنسټیزو پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .