د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د سېلابي ‌لارې جوړولو د پروژې له کار څخه تخنیکي څارنه وکړه او د کار د لا ښه پرمختګ او کیفیت په پام کې نیولو په موخه یې  مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

یاده پروژه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د څلور لکه او پنځوس زره (۴۵۰٫۰۰۰) افغانیو مالي لګښت پلې کېږي، ۱۸۰۰ متره اوږدوالی، ۵ متره پلنوالی، ۳ متره لوړوالی او یو متر ژوروالی لري، چې تر اوسه یې ۹۰ سلنه کار بشپړ شو دی.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولینو ویل، د پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۲٫۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د دورجو، کاریزبوکه، دورجوی کلان او جنک‌زي کلیو اوسېدونکي به د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي، چې ورسره به د قدرتي پېښو احتمالي زیانونه هم د پام وړ راکم شي.

د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د دوی د ستونزو د حل لپاره خورا مهم ګام وباله. 

نېټه:۱۴۴۸/۲/۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .