د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴,۲۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په دولت آباد او البرز ولسوالیو کې ۴,۲۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، په دولت آباد ولسوالۍ کې۲,۸۵۰ مستحقو کورنیو هرې یوې ته ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه اته میلیونه او دوه لکه او پنځه شپېته زره (۸,۲۶۵,۰۰۰) افغانۍ کېږي.
همدارنګه، په البرز ولسوالۍ کې ۱۴۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
