د احتمالي پېښو له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره فراه ولایت ته د خوراکي مرستو انتقال

کابل - ۴ ربیع الاول ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه څو ټنه خوراکي مرستې د احتمالي پیښو له زیانمنو خلکو سره د مرستې او خواخوږۍ په موخه فراه ولایت ته ولېږدول سوې.
د یادونې وړ ده چې، په دې مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شامل دی. دغه خوراکي توکي به د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست په ګدامونو کې ځېرمه سي ترڅو د اړتیا په وخت کې ترینه ګټه واخیستل سي.
