په میدان وردګ ولایت کې 350 سیلاب ځپلو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د لړم 24مه-1402
د مسلم هنډز موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله 350 زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلوی اوړه ، ۱۰ کیلو ګرامه وریجی، ۵ لیتره غوړی، ۳.۵ کیلو ګرامه نخود، ۲ کیلوګرامه بوره، یو کیلو مالګه، ۳.۵ کیلو ګرامه مۍ، ۲ کیلوګرامه دال او ۷ کیلوګرامه لوبیا ووېشل شوه.
