د میدان وردګ ولایت سېلاب ځپلو ته د رسېدنې لپاره د موسساتو سره د همغږي غونډه ترسره شوه

میدان وردګ- د غبرګولي ۷مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د محترم فیض الله جلالي د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په مشري په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره د OCHA . IOM. WFP. DRC. WSTA. UNICEF موسسو له استازو سره د همغږي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې لومړۍ ښاغلي جلالي د دې ولایت په جلرېز، سیدآباد، نرخ، جغتو او مرکز میدان ښار کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمن شویو شمېرنې د موسسو استازو ته په وړاندې کولو سره ووېل: چې په دغو ولسوالیو کې د لومړنیو شمېرنو له مخې ۳۰ کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي. همدارنګه نوموړي د موسسو له استازو څخه زیانمنو ته د بېړنیو مرستو د وېش غوښتنه وکړه.
ورته مهال محترم سراج صافۍ د موسساتو د همغږي (OCHA) مسسول د موسسو په استازولۍ ووېل: چې د سیلابونو له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره به دوۍ ډېر ژر سروې شروع کړي او د طرزالعمل سره سم د بشري مرستو وېش به پیل کړي.
