د میدان وردګ ولایت سېلاب ځپلو ته د رسېدنې لپاره د موسساتو سره د همغږي غونډه ترسره شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۱:۷
news image

میدان وردګ- د غبرګولي ۷مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د محترم فیض الله جلالي د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په مشري په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره د OCHA . IOM. WFP. DRC. WSTA. UNICEF موسسو له استازو سره د همغږي غونډه ترسره کړه. 
په دې غونډه کې لومړۍ ښاغلي جلالي د دې ولایت په جلرېز، سیدآباد، نرخ، جغتو او مرکز میدان ښار کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمن شویو شمېرنې د موسسو استازو ته په وړاندې کولو سره ووېل: چې په دغو ولسوالیو کې د لومړنیو شمېرنو له مخې ۳۰ کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي. همدارنګه نوموړي د موسسو له استازو څخه زیانمنو ته د بېړنیو مرستو د وېش غوښتنه وکړه.
ورته مهال محترم سراج صافۍ د موسساتو د همغږي (OCHA) مسسول د موسسو په استازولۍ ووېل: چې د سیلابونو له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره به دوۍ ډېر ژر سروې شروع کړي او د طرزالعمل سره سم د بشري مرستو وېش به پیل کړي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۲۸۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

د مرستې دا بهیر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې ورسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .