- د زمري ۲۰مه-۱۴۰۱
۱۷۱ زیانمن شویو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوی ننګرهار
د ډي آر سی موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، ۱۷۱ زیانمن شویو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته د کور د ترمیم په موخه په مجموع کې ۳ میلونه ۷۸۷ زره او ۷۰۰ افغاني نغدي مرسته وکړه.