په میدان وردګ ولایت کې ۱۶۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۰ بېلابېلو پروژو کار پیل شو
میدان وردګ- د لړم ۴مه-۱۴۰۲
د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ او د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په نرخ او جلرېز ولسوالیو او مرکز میدان ښار کې د سرک جوړولو، د کارېزونو او کانالونو پاکولو او استنادي دیوالونو جوړولو د ۲۰ پروژو کار د محترم قاري بختیاري معاذي د میدان وردګ ولایت والي، محترم مولوي فیض الله جلالي د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس، محترم مولوي محمد جان محمدي قومي مشر او یو شمېر نورو مشرانو په ګډون د ۱۶۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شو.
د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو د کار په پیل سره نږدې ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.