په لوګر ولایت کې ۴۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
پکتیا- د لړم ۹مه-۱۴۰۱
د HO موسسې د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په خوشي ولسوالۍ کې ۴۵۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۲۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي،۱۰ کیلو وریجې، ۱ کیلو چای، ۳ کیلو لوبیا، ۳ کیلو بوره او ۳ کیلو مکروني ووېشل شول.
