په خوست ولایت کې د جګړو او نا امنیو ١٣٧ داخلي بيځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته تر سره شوه
کابل-سرطان۷مه- ۱۴۰۰
د خوست ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د خوست ولایت د نادرشاه ولسوالي اړوند دځینی خیلو کلي څخه د جګړو او نا امنیو له امله د ١٣٧ زیانمنو کورنیو سره چې اسماعیل خیلو، مندوزیو ولسوالي، او خپله نادرشاه ولسوالي ،اړوند سیمو ته د دوه ورځو په پړاو کي بیځایه شويدي د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د توکو د ویش دغه بهیر د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست لخوا پیل شو او هرې کورنۍ ته له یاد ریاست له لوري په خوراکي توکوکې(یوکیلومالګه، پنځه لیتره غوړي، ١٤کیلو سیله وریجی ، اوه کیلوری لوبیا،اوه کیلوری بوره او یو کیلوری شین چای ) په غیر خوراکي توکو کی ( یو پلاستیکی سطل ، دوه کمپلې ،یو درجن ګوګردی ، او یو دانه فامیلې کیټ ) وویشل شول.
د وېش پدې مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال ښاغلی عبدالنصیر حقمل، پېښو پروړاندی چمتوالې ریاست ریس محبوب سعادت ، د نادرشاه ولسوالي ولسوال یونس ځدران ، د او د توزیع موظف هیت ګډون درلود.
