په  خوست  ولایت کې د جګړو او نا امنیو  ١٣٧ داخلي بيځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته تر سره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۲:۲۷
333

کابل-سرطان۷مه- ۱۴۰۰ 
د خوست  ولایت پېښو پر وړاندې  چمتووالي ریاست د خوست ولایت د نادرشاه ولسوالي اړوند دځینی خیلو کلي څخه   د جګړو او نا امنیو له امله د ١٣٧ زیانمنو  کورنیو سره چې اسماعیل خیلو،  مندوزیو ولسوالي، او خپله نادرشاه ولسوالي ،اړوند سیمو ته د دوه ورځو په پړاو کي بیځایه شويدي د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د توکو د ویش دغه بهیر د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست  لخوا پیل شو او هرې کورنۍ ته له یاد ریاست له  لوري په خوراکي توکوکې(یوکیلومالګه، پنځه لیتره غوړي، ١٤کیلو سیله وریجی ، اوه کیلوری لوبیا،اوه کیلوری بوره او  یو کیلوری شین چای )  په غیر خوراکي توکو کی  ( یو پلاستیکی سطل  ، دوه کمپلې ،یو درجن ګوګردی ، او یو دانه فامیلې کیټ ) وویشل شول.
د وېش پدې مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال ښاغلی عبدالنصیر حقمل، پېښو پروړاندی چمتوالې ریاست ریس محبوب سعادت ، د نادرشاه ولسوالي ولسوال یونس ځدران ، د او د توزیع موظف هیت  ګډون درلود.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.