ننګرهار ولایت کي د پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست چتر لاندي ۷۰ فامیلونو سره ۱ میلونه، ۱۴۰ زره او ۸۱۰ افغانیو نغدي کمک ترسره شو
ننګرهارـــ۳۰ربیع الثاني۱۴۴۴
د ډنمارک د مهاجرت سازمان ( DRC ) په مالي مرسته او پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست په همکاري ۷۰ فامیلونو سره د سرپنا جوړولو او ترمیم په موخه نغدي مرسته ترسره شوه چي ددي ریاست د چتر لاندي يي سروي په خوګیاڼو ولسوالي کي ترسره شوي ده.
ذکر شوي فامیلونو ته توزیع د خوګیاڼو ولسوالي کي ترسره شوه چي په څلورو ګټه ګوریو کي یاده مرسته ترسره اول ګروپ ۳ فامیلونه ؤ چي هر فامیل ته ۶۸۹۰۰ افغاني، دوهم ګروپ ۳ فامیلونه ؤ چي هر فامیل ته ۵۴۷۷۰ دریم ګروپ ۱۰ فامیلونه ؤ چي هر فامیل ته ۲۰۰۰۰ او څلورم ګروپ ۵۴ فامیل ؤ چي هر فامیل ته ۱۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وویشل شوه.
د یادوني وړ ده چي نوموړو فامیلونه د اوسیدو کوټي تخریب او یا موجودي نه وي چي سروي يي ددي ریاست په هماهنګي ډي آر سي مؤسسي سرته رسولي ده.
د یادو مرستو ترلاسه کوونکو د پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست څخه مننه او خوشحالي څرګنده کړه چي دوي به مرسته شوي نغدي پیسي کور جوړولو، خوړو او نورو ضرورتونو کي مصرفوي.
په اخره کي د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست رئیس له لوري استول شوي استازي د ذکر شوي مؤسسي د استازو څخه مننه ترسره کړه چي یاد زیانمن شوي فامیلونو سروي يي ترسره او عملاً يي ورسره نغده مرسته هم ترسره کړه.
