۳۷۵ سېلاب ځپلو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د زمري ۲۱مه-۱۴۰۲
د مسلم هندز موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې ۳۷۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو نخود، ۲ کیلو دال نخود، ۳ کیلو بوره، ۱ کیلو مالګه، ۵ لیټره غوړي، د ګاز ۱ ډبه، ۲ تختې کمپلې، ۱ دانه پلاستیکي فرش او د پخلنځي لپاره یو شمېر توکي ووېشل شول.