پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د بدخشان ولایت مقام مرستیال سره وکتل
کابل- د لیندۍ ۲۹مه-۱۴۰۱
محترم ملا محمد عباس آخند پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، نن په خپل کاري دفتر کې د بدخشان ولایت مقام مرستیال سره په بدخشان ولایت کې بشري وضعیت ته د رسېدنې او احتمالي زیانمنو لپاره د بشري مرستو وړاندې کولو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په سالنګونو او په بدخشان کې د ځمکې ښوېدنې له امله وروستیو شهیدانو او ټپیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ووېل: موږ د خپلو دندو او اسلامي مسوولیتونو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې چې د پېښو له امله زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته رسېدنه وکړو.
محترم ملا محمد عباس آخند زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت کابینې د پرېکړې له مخې، په پامیرونو کې له احتمالي خطرونو سره مخامخ ۳۵۰ کورنیو ته ۱۸ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي لېږدول شوي او وېشل شوي دي.
ورپسې د بدخشان ولایت مقام مرستیال د پامیرونو د احتمالي زیانمن شویو کسانو لپاره د وزارت له وروستیو فعالیتونو او رسېدنې څخه د مننې په ترڅ کې وویل: بدخشان ولایت د جغرافيايي موقعیت له امله په څلورو فصلونو کې د طبیعي پېښو له اغېزو سره مخامخ دی.
د بدخشان ولايت مقام مرستيال، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزير څخه وغوښتل چې وقایوي پروژې پلې کړي او زياتې بشري مرستې بدخشان ولايت ته واستوي .
په پاۍ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ژمنه وکړه چې د بدخشان د خلکو ټولې ستونزې او ننګونې به د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکوي او زیانمنو شویو ته د رسېدنې لپاره به بشري مرستې رسوي.