پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د بدخشان ولایت مقام مرستیال سره وکتل

rahyab
Tue, Dec 20 2022 2:20 PM
تصویر خبر

کابل- د لیندۍ ۲۹مه-۱۴۰۱
محترم ملا محمد عباس آخند پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، نن په خپل کاري دفتر کې د بدخشان ولایت مقام مرستیال سره په بدخشان ولایت کې بشري وضعیت ته د رسېدنې او احتمالي زیانمنو لپاره د بشري مرستو وړاندې کولو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په سالنګونو او په بدخشان کې د ځمکې ښوېدنې له امله وروستیو شهیدانو او ټپیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ووېل: موږ د خپلو دندو او اسلامي مسوولیتونو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې چې د پېښو له امله زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته رسېدنه وکړو.
محترم ملا محمد عباس آخند زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت کابینې د پرېکړې له مخې، په پامیرونو کې له احتمالي خطرونو سره مخامخ  ۳۵۰ کورنیو ته ۱۸ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي لېږدول شوي او وېشل شوي دي.
ورپسې د بدخشان ولایت مقام مرستیال د پامیرونو د احتمالي زیانمن شویو کسانو لپاره د وزارت له وروستیو فعالیتونو او رسېدنې څخه د مننې په ترڅ کې وویل: بدخشان ولایت د جغرافيايي موقعیت له امله په څلورو فصلونو کې د طبیعي پېښو له اغېزو سره مخامخ دی.
د بدخشان ولايت مقام مرستيال، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزير څخه وغوښتل چې وقایوي پروژې پلې کړي او زياتې بشري مرستې بدخشان ولايت ته واستوي .
په پاۍ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ژمنه وکړه چې د بدخشان د خلکو ټولې ستونزې او ننګونې به د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکوي او زیانمنو شویو ته د رسېدنې لپاره به بشري مرستې رسوي.
 

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .