د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په جلریز او نرخ ولسوالیو او مرکز میدان ښار اړوند ۱۳۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه روغتیایي بسته او ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول یو میلیون او درې لکه او شپېته زره (۱,۳۶۰,۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
