پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ عملیاتي ټیمونو د کابل ولایت سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه او زیانمنو ته یې رسېدنه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۲:۵۱
تصویر خبر

کابل- د زمري ۲مه-۱۴۰۲ 
محترم عبدالله محمدي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رییس او د محترم محمد سلیم حقانی د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ په بره (لوړه) د ارغندې کلي په صدیق او بادام قل سیمه کې د تېرې شپې سختو بارانونو او سیلابونو څخه زیانمنو سیمو ته سفر وکړ او زیانمن شویو ته یې رسېدنه وکړه.
لومړۍ د بېړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رییس او کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس سره په ګډه د کورنیو چارو وزارت، د کلیو پراختیا وزارت، د ملي دفاع وزارت، د ټولګټو وزارت او د کابل ښاروالي عملیاتي ټیمونو سره په همغږي د سیلابونو له امله تړل شوې لارې پرانیستلې، شهیدان یې خپلو ورثه او ټپیان یې د درملنې لپاره د کابل ښار روغتونونو ته انتقال کړل. 
د یادونې وړ ده چې د دې سېلابونو له امله ۷ کسان شهیدان، ۳۰ کسان ټپیان، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه او یو شمېر څاروي لمنځه تللي همدارنګه عملیاتي ټیمونو په سیمه کې د یو تن جسد موندلې او په سیمه کې هېواد والو ته د رسېدنې په موخه شتون لري.
news imagenews image

 

news image

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۷:۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په جوزجان ولایت کې د یو جوړ شوي ګبیوني دیوال د کیفیت څارنه وکړه

نن ورځ د پنجشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، چې د اداري چارو او خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي په موخه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۶:۱۳
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٢ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د IOM او یونسیف سازمانونو په ملاتړ، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۴:۱۵
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پاتو ولسوالۍ کې د دوو پُلچکونو د جوړېدو کار پیل کړ

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پاتو ولسوالۍ د فتح‌زی او وگیر کلیو لپاره د دوو پُلچکونو د جوړېدو چارې, د دایکندي ولایت د مقام مرستیال، د سیمه ییزو ادارو رئیسانو، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .